د پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي چارواکو نن چهارشنبه (د زمري ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرځبندیز پرمهال به هم په باجوړ کې ځینو بازارونو ته ورغلې لارې د خلکو پرمخ پرانیستې وي.
په خبرپاڼه کې د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهدعلي خان له حوالې راغلي، چې دغه اقدام د خلکو د ستونزو د هوارۍ په موخه شوی دی.
د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسلهوالو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان کړی، چې سبا یې وروستۍ ورځ ده.
په ورته وخت کې په دغه ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له کبله د زرګونه کورنیو د بېځایه کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
پوځي عملیات په باجوړ کې د ځایي جرګې او ټيټيپي ترمنځ د خبرو له ناکامېدو سره سم پیل شوي، چې پهکې د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپرېږي.