د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) طالبان تورن کړي، چې د زور له لارې له نړۍوالو مرستو باج اخلي او د خپلو شخصي ګټو لپاره یې کاروي. د سیګار په راپور کې راغلي، طالبان د ملګرو ملتونو له ځینو چارواکو سره په ګډه کار کوي او له مرستندویه پروژو باج اخلي.
د سیګار د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو ځینې چارواکي له هغو موسسو څخه چې قراردادونه ترلاسه کوي، رشوت اخلي او بیا دغه پیسې له طالبانو سره شریکوي.
د راپورونو له مخې، طالبان د مرستو د وېش په اړه هم قومي لیدلوری لري او د قومي اقلیتونو لاسرسی یې نړۍوالو مرستو ته محدود کړی دی.
د راپور له مخې، افغانستان ته د لېږل شویو ټولو مرستو یوازې له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې مستحقو کسانو ته رسېدلي. امریکا په تېرو څلورو کلونو کې افغانستان ته نږدې ۴ میلیارده ډالره بشري مرستې ورکړې دي.
راپور کې ویل شوي، چې «طالبان د زور په ګډون له هرې لارې کار اخلي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي، چې مرستې هغه ځای ته ځي چې دوی یې غواړي، نه هغه ځای ته چې مرستندویان یې غواړي.»
سیګار وايي، د بشري مرستو د وېش په اړه د طالبانو نظر قومي دی. دا ډله لېواله ده چې په پښتون مېشتو سیمو کې ډېرې مرستې مصرف کړي، ترڅو د نورو سیمو په ځانګړې توګه قومي اقلیتونو ته زیان ورسوي.
د سیګار په وینا، یو افغان مرستندویه کارکوونکی د طالبانو د پوځي کمپ د افشا کولو له امله وژل شوی، چې خوراکي مرستې یې لوټ کولې.
طالبانو بیا د دې راپور موندنې رد کړې دي.
د طالبانو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې بهرنۍ مرستې په خپلواکه توګه وېشل کېږي او د طالبانو حکومت د مرستندویه ادارو سره د شفافیت او د ناوړه استفادې د مخنیوي لپاره همکاري کوي.
د دې راپور موندنې د هغو معلوماتو پر اساس دي، چې سیګار له نږدې ۹۰ تنو امریکایي اوسنیو او پخوانیو چارواکو، د ملګرو ملتونو چارواکو او نورو سرچینو ترلاسه کړي دي. افغانو سرچینو هم د دغه راپور په جوړولو کې مرسته کړې ده.
د سیګار دفتر چې په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار لپاره جوړ شوی و، د چهارشنبې په ورځ یې خپل وروستی راپور امریکايي کانګرس ته وړاندې کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د «سمافور» په نوم خبري وېبسایټ ته ویلي:«موږ پوهېدو چې د امریکا مالي مرستې مستقیم یا غېرمستقیم د طالبانو په ګټه تمامېږي. خو هغه څه چې زه حیران کړم دا و، چې څومره ډېر غېرحکومتي سازمانونه په ځانګړي ډول ملګري ملتونه په دې انحراف او فساد کې ښکېل دي.»
راپور زیاتوي، چې طالبانو د غېر دولتي سازمانونو فعالیتونه محدود کړي دي. دوی هڅه کوي، چې په دغو بنسټونو کې د خپلو کسانو ګومارلو لپاره مداخله وکړي.
د سیګار دفتر مشرې جین الوییس په دې راپور کې ویلي، چې د نړۍوالو مرستندویو ادارو ترمنځ یو «د انکار کلتور» موجود دی، یعنې دا ادارې د طالبانو له خوا د مرستو د ناوړه استفادې یا فساد په اړه سترګې پټوي.
د نادولتي موسسو یوه کارکوونکي دا هم وویل، چې «لږ تر لږه د نړۍوالو نادولتي موسسو ۲۰ سلنه کارکوونکي له طالبانو سره تړاو لري.»
د راپور له مخې، طالبانو په ځینو مواردو کې له غېر دولتي ادارو غوښتي، چې ځانګړي کسان په خپلو معاش اخیستونکو لېستونو کې شامل کړي، څو هغوی له کار کولو پرته معاش واخلي.
د سیګار پخوانیو راپورونو هم ښودلې وه، چې د امریکا مرستې ځینې وختونه طالبانو ته ګټه رسوي؛ خو دا وروستی راپور په ځانګړي ډول د مرستو د فساد پر تورونو تمرکز کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي: «د ټرمپ ادارې د مرستو د کمولو پرېکړې لپاره ټینګ ټکی هغه وخت و کله چې دوی پوه شول چې طالبان په ښکاره ډول د امریکا مرستې مني او د خپلو ګټو لپاره یې ګرځوي، که د ملګرو ملتونو د لېږد له لارې د نغدو پیسو په بڼه وي یا د توکو او خدماتو په بڼه.»
طالبان د خپلو ګټو لپاره نړۍوالې مرستې غلا کوي، په داسې حال کې چې له ۲۳ میلیون څخه ډېر افغانان اوسمهال نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.