د جرمني ټاکس ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې څه باندې دوه زره افغانانو جرمنې ته د تګ شرايط پوره کړي او دا مهال په پاکستان کې د الوتنې په تمه دي. دغې ورځپاڼې ویلي، چې د جرمني له ژمنې سره-سره پاکستان د لومړي ځل لپاره له دې جملې څخه ۴۰ کسان افغانستان ته شړلي دي.
یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) راپور ورکړ، «کابل- لافټبروک» چې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې ملاتړ کوي، تایید کړه چې پاکستاني پولیسو د لومړي ځل لپاره هغه خلک افغانستان ته شړلي دي، چې د فدرالي پروګرام له لارې په جرمني کې منل شوي وو.
د جرمني حکومت تر اوسه د دغو کسانو اېستل نه دي تایید کړي، خو دغې ورځپاڼې د جرمني د نړۍوالې همکارۍ ټولنې یو اېمېل تر لاسه کړی، چې پکې د اېستل شویو کسانو خپلوانو ته سپارښتنه شوې، تر څو له یوې ځانګړې شمېرې سره تماس ونیسي.
اېستل شوي کسان د شاوخوا ۲،۳۰۰ هغو افغانانو برخه وو، چې په رسمي ډول یې د جرمني قبولي اخیستې او تر اوسه په اسلاماباد کې پاتې دي. دوی ته د جرمني د فدرالي پروګرام له مخې ژمنه ورکړل شوې وه، چې ژر به انتقال شي.
راپور زیاتوي، دا د پاکستاني چارواکو له خوا یوازینۍ هڅه نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې دوی په دې هڅه کې بریالي شوي.
ویل کېږي، چې تر اوسه پورې په اسلام اباد کې د جرمني سفارت تل د دې کډوالو د نیولو مخه نیولې او مداخله یې کړې ده؛ خو دا ځل د ناکامۍ یا نه مداخلې دلیل روښانه نه دی.
په ورته وخت کې له اسلام اباد څخه سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړ، چې پاکستاني پولیسو ۱۷ کورنۍ نیولي دي، چې نږدې ۹۰ کسانو یې جرمني ته د تلو اسنادونه درلودل او له بایومیټریک وروسته یې حاجي کمپ ته لېږدولي دي.
حاجي کمپ هغه ځای دی، چې له هغه ځایه کډوال بېرته افغانستان ته شړل کېږي.
سلګونه د بشري د حقونو فعالان، ژورنالېستان، مدني فعالان، مخکښې ښځې او د پخوانیو جرمني بنسټونو افغان کارکوونکي سره له دې چې د پناه غوښتنې تایید یې ترلاسه کړی، خو لا هم په پاکستان کې له ستونزمن حالت سره مخ دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر پارلمان ته ویلي، چې د پخواني حکومت ژمنو ته ژمن پاتې دي او هڅه کوي له ګواښ سره مخ افغانان راوباسي.
تر دې وړاندې د جرمني لومړي وزیر اعلان کړی و، چې د پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول افغانانو د منلو بهیر درول شوی.