د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو رسنۍ د خپلو تبلیغاتو وسیله ګرځولې دي

۲ ورځې مخکې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان خپلواکې رسنۍ له منځه وړي او پر ځای یې خپلې تبلیغاتي دستګاوې فعاله کړې دي. دغه دستګاوې د دې ډلې د رسنیزو مسوولینو او امنیتي ادارو له خوا پرمخ وړل کېږي، چې په زرګونه افغانۍ تنخواوې ورکوي.

لسو افغان خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سره په مرکه کې ویلي، چې خپلواکې رسنۍ اوس محدودې شوي، تر بندیزونو لاندې دي او ډېری یې تړل شوې دي.

یادې کمېټې په دې اړه په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې ازادې رسنۍ میلیونونو کسانو تعقیبول.

له دغو خبریالانو یو شمېر یې د امنیتي دلایلو له مخې د نوم له ښودلو ډډه کړې.

طالبان اوس شاوخوا ۱۵ ټلوېزیوني، راډيويي، چاپي او ډیجیټلي رسنۍ مخ ته وړي، چې پکې یوټیوب، اېکس پاڼه او ټېلګرام هم شامل دي، چې خپله سخت دريځه اسلامي ایډیالوژۍ سره فعالیت کوي.

د جلاوطنه افغان خبریالانو د مرکز مشر احمد قریشي د خوندیتوب کمېټې سره په خبرو کې ویلي: «د واکمنې ادارې رسنیزه تګلاره یوازې یوه لاره مخ ته وړي، دوی هر ډول خبر، نظر او روایت ردوي، له رښتیا سره اختلاف لري، ان دوی شخصي نظریات چې په فېسبوک کې خپرېږي هم تبلیغات ګڼي او سزاوې ورکوي.»

په جلاوطنۍ کې خبریالان اوس هم د خپلواکو معلوماتو وروستي سرچینې ګڼل کېږي، چې د افغانستان په اړه معلومات وړاندې کوي.

یو شمېر خبریالانو له امنیتي ګواښونو، ستونزو او ننګونو له کبله دندې له لاسه ورکړي او ډېری یې د جبري‌ بېرته ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

وېرېدلي خبریالان، جاسوسۍ ته اړ اېستل

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو څلور کاله پوره شول. یو شمېر خبریالانو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سره په خبرو کې ویلي: «دوی وېرېدلي، بې‌دندو شوي، له پراخ سانسور سره مخ دي او د دغې ډلې تر سخت څار لاندې فعالیت کوي.»

د یوه ټلوېزیون پخوانی مشر وايي، چې د طالبانو استخباراتي‌ ادارې داسې سیسټم جوړ کړی، چې یو خبریال د بل خبریال معلومات باید ورکړي.

د نوموړي په وینا: «هغوی له خبریالانو څخه د نورو خبریالانو اړوند شخصي معلوماتو بشپړ لېست غواړي: لکه نوم، د پلار نوم، پته، ټلیفون شمېره، اېمېل او وټس اپ ادرسونه.»

د طالبانو استخبارات د خبریالانو ټولنیزې رسنۍ څاري او هغوی د خپرو شویو پوسټونو له کبله نیسي.

د دغه ډلې د امربالمعروف محتسبان هغه کسان هم نیسي، چې د دوی د مذهبي‌ مقرراتو سره سم عمل نه کوي: «محتسبانو موسیقي، ډرامې، د نارینه او ښځو ګډ غږونه او ورته نور څه بند کړي.»

د دوو رسنیو مسوولینو د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ته ویلي: «خبریالان له خواشینونکو پلټنو سره مخ دي، ځکه طالبان د عوایدو پلټنې کوي، که خبریال د دوی له غوښتنو سرغړونه وکړي له دندې د اېستلو غوښتنه کوي که نه د جواز یا مالیاتو برخه کې ستونزې جوړوي.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت یو ویاند ويلي، چې دوی په تېر کال له رسنیو سره ۱۰۰۰ غونډې کړي، تر څو د اسلامي ارزښتونو ترویج ته کار وکړي.»

د کمېټې په وینا، دا خبرې پر رسنیو د اخلاقي فشارونو څرګندونه کوي.

په افغانستان کې دوو ښځينه خبریالانو ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰ ځله زیات طالبانو د پوښتنو لپاره غوښتي او درې ساعته ورڅخه پلټنې شوې دي.

دوی ویلي: «موږ ته ویل شوي، چې ولې کار کوي، باید پر کور کښېني.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي‌ ټلوېزیون مرکزي رسنيز رول لري، چې په پښتو او درې نشرات کوي، همدارنګه ار ټی اې انګليسي او عربي وېب سایټونه هم لري.

طالبانو «د شریعت غږ راډيو» په نوم راډیو فعاله کړې، چې په ټول هېواد کې له ۵۰۰ زیات کارکوونکي لري او کلنۍ بودیجه یې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه افغانۍ ده.

باختر خبري اژانس چې په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شوی، په کابل کې ۶۰ کارکوونکي لري او په هر ولایت کې څلور-څلور خبریالان لري، چې د طالبانو د اطلاعاتو وزارت تر مدیریت لاندې کار کوي.

د یادولو ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څو نورې ورځپاڼې هم اداره کوي.

انیس ورځپاڼه په دري، هېواد په پښتو او کابل ټایمز په انګلیسي ژبه فعالیت کوي، چې دغه ورځپاڼې لسګونه کلونه مخکې پیل شوې دي.

په طالبانو پورې اړوند راډيوګانې

حریت راډیو یوه وېب‌پاڼه، یوټیوب چینل او سیمه‌ییزې خپرونې لري، په څو ژبو فعالیت کوي او په کابل او ولایتونو کې ۲۶ کارکوونکي لري.

دغه راډيو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا فعاله شوې ده.

امید راډيو په ۲۰۲۳ کال کې د دغه ډلې د فاع وزارت له خوا فعاله شوه.

پولیس راډیو په ۲۰۲۱ کال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له خوا په کابل او کندهار کې فعاله شوې

د طالبانو وېب‌پاڼه

المرصاد وېب‌پاڼه چې په څو ژبو خپرونې کوي، په ۲۰۲۳ کال فعاله او د داعش پر وړاندې فعالیت کوي.

د طالبانو د استخباراتو له خوا اداره کېدونکي چینلونه

میهن یوټیوب چینل د طالبانو د مخالفینو د ځپلو لپاره جوړه شوې، چې ۱۲ کارکوونکي لري، مشري یې د استخباراتو د رسنیو مرستیال جواد څارګر کوي.

یاد یوټیوب چینل د طالبانو تاریخ بیانوي او پر سیالانو نیوکې کوي.

الااماره وېب‌پاڼه چې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري اداره کېږي، له ۲۰۲۱ مخکې هم فعاله وه او لا یې هم فعالیتونه روان دي.

د ناسمو معلوماتو د خپرولو کمپاین

د طالبانو د استخباراتو چارواکي څلور دفترونه لري، چې د هغوی له خوا ناسم معلومات خپرېږي او کارکوونکي یې لسګونه کسان دي چې له ۶ زرو څخه تر ۱۰ زرو افغانیو تنخواوې لري.

دوی په ټولنیزو پاڼو کې جعلي حسابونه مخ ته وړي او د طالبانو پر مخالفینو نیوکې کوي.

د دې چارو مشري د طالبانو د استخباراتو لوړپوړي چارواکي جابر نعماني، جواد امین، څارګر او فضل الرحمان اوریا کوي.

د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله ډېرې رسنۍ بندې شوې یا یې فعالیتونه په بشپړ ډول منع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د استخباراتو د رسنیو او خپرونو رییس خلیل همراز او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د خبریالانو د خوندیتوب پیغامونو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ازادو رسنیو او ازادو خبریالانو پروړاندې د طالبانو سخت دریځه چلند

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) پر اېکس پاڼې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په لړ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۵۳۹ ثبت شویو پېښو خبر ورکړی دی.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې څخه نیولې بیا د ۲۰۲۵کال د جولای تر میاشتې پورې ثبت شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۲ خبریالان وژل شوي، ۲۰ ټپيان شوي، ۲۵۳ نيول شوي، ۷۹ ګواښل شوي، ۵۱ وهل شوي، ۵۹ خبریالانو سره ناقانونه چلند شوی، ۵ تښتول شوي، پر دوو خبريالانو د وژنې هڅې شوې او دغه ډول د خبريالانو د وېرولو او ځورولو نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د جنسيت د وېش له مخې له دې ډلې ۴۸۷نارينه او ۵۲ یې ښځينه خبريالانې دي.

له بل پلوه، څو ورځې وړاندې د بې پولې خبریالانو سازمان یا «ار اېس اېف» په څه کم درېیو اوونیو کې په کابل د طالبانو له لوري د څلورو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول غندلي دي.

د بې پولې خبریالانو د سوېلي اسیا څانګې مشره «سیلیا مرسېر» د یوې اعلامیې په خپرولو سره وایي، د روان کال (د جولای له ۲۲مې) راهیسې د طالبانو استخباراتو او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په کابل کې څلور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په خپل سر نیولي او لا یې هم برخلیک نه دی روښانه شوی.

نور خبرونه

رادیو