په پېښور کې پاکستاني پولیسو ګڼ شمېر افغان کډوال نیولي دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۲

د خېبر پښتونخوا پولیسو د پېښور په بېلابېلو سیمو کې د پراخو عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر بې‌اسناده افغان کډوال او وسله لرونکي کسان نیولي دي. چارواکي وايي، نیول شویو افغانانو سره به قانوني چلند کیږي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، عملیات د ریګي پولیسو مرستیال مشر شاکرالله افریدي په مشرۍ، په کچه ګړۍ، ناصر باغ او ریګي سیمو کې ترسره شوي.

پولیس ادعا کوي چې د نیول شویو کسانو څخه یې بېلابېلې وسلې او نشه يي توکي ترلاسه کړي او زیاتوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره به دا لړۍ روانه وي.

پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې د بې‌اسناده افغان کډوالو د جبري اېستلو او نیولو بهیر چټک کړی دی او کور په کور د افغانانو د لټون عملیات روان دي.

همدا راز له یوې میاشتې زیات وخت وشو چې د افغان کډوالو لپاره ویزو د تمدید چارې هم تړل شوي او زیات شمېر افغانان چې پخوا یې په پاکستان کې په ویزه ژوند کوه اوس ویزې نه لري او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستی اقدام په زرګونو افغانان له هستوګنې بې‌کوره کړي او ګڼ شمېر یې د پولیسو د زور، ګواښ او ناوړه چلند له امله شکایتونه لري.

نور خبرونه

رادیو