د امریکا د بهرنیو وزارت د افغانستان په اړه خپل کني راپور کې ویلي، چې طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې تر ۳۴۰ ډېر ماشومان خپلو لیکو کې جذب کړي، چې یوه برخه یې جنګي فعالیتونه او بله برخه یې نورو کارونو ته خانګړې شوې ده.
د امریکا د بهرینو چارو وزارت ویلي، چې د طالبانو په لیکو کې د جذب شویو ماشومانو له ډلې شاوخوا ۳۰ کسان یې د بدخشان ولایت په یوه پوځي مرکز کې دي، چې عمرونه یې د ۱۰ او ۱۸ کالو ترمنځ دي.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو له ډلې ۱۵۰ یې په جګړو کې او ۱۹۲ یې د طالبانو ملاتړ دندو کې کارول شوي دي.
د طالبانو له خوا د بدخشان ولایت په یوه پوځي مرکز کې د ماشومانو د روزنې په اړه ځیني راپورونه هم ورکول شوي، خو طالب چارواکو د ماشومانو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې د ماشومانو د جذب په اړه له شکایتونو ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو په خپلو لیکو کې د ماشومانو د جذب د مخنیوي په موخه په ۲۰۲۲ کال کې یو فرمان هم صادر کړی دی، خو دې ډلې د خپلو اصولو خلاف بیا هم په خپلو لیکو کې کم عمره ماشومان جذب کړي دي.