د جرمني دفاع وزير د روسيې له فضا د ګواښ د زیاتېدو خبرداری ورکړ

۵۰ دقيقې مخکې

د جرمني دفاع وزير بورېس پستوریوس د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړی، چې د روسيې د فضایي فعالیتونو له امله ګواښونه ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه ویلي، چې دوه روسي سپوږمکۍ د جرمني د ځواکونو له لوري د کارېدونکو Intelsat سپوږمکيو څارنه کوي.

پستوریوس د برلين په يوه فضایي کنفرانس کې وويل: «روسيې او چين په تېرو کلونو کې د هوایي جګړې وړتیاوې ډېرې ژر پراخې کړې دي؛ دوی کولای شي د سپوږمکيو عمليات ګډوډ کړي، سپوږمکۍ ړندې کړي، د هغوی په ډاټا کې لاس وهنه وکړي او یا یې په فزیکي ډول له‌منځه يوسي.»

نور خبرونه

رادیو