په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، دغه عملیات تېره ورځ د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې پیل شوي چې له کبله یې سلګونه کورنۍ بېکوره شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ تر دې دمه د باجوړ له ماموندو سیمو څخه ۱۴۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ټولټال تر ۷زره کسانو هم ډېر دی، له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.
که څه هم امنیتي ادارو په رسمي توګه د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینې پاکستاني رسنیو ویلي، چې په یادو چاڼیزو عملیاتو کې له چورلکو هم کار اخیستل شوی دی.
وړاندې د خیبرپښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسلهوالو پر ضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز اعلان کړی و.
د باجوړ ولسوالۍ د امنیتي ادارو په وینا؛ دغه ګرځبندیز به د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماښام تر ۱۱ بجو پورې وي او تر درېیو ورځو به دوام وکړي. چارواکو له خلکو غوښتي، چې د ګرځبندیز پر مهال په کورونو کې پاتې شي.