د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال: که شرایط برابر شي، له امریکا سره مستقیمې خبرې ممکنې دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال، محمد رضا عارف وایي، چې د تهران د خبرو اترو لوری هغه څه دي چې د ایران خلک یې غواړي او که مناسب شرایط رامنځته شي، له امریکا سره مستقیم مذاکرات هم ترسره کېدای شي.

عارف زیاته کړه: «باید وکتل شي هغه هېوادونه چې له امریکا سره یې مزاکرات ترسره کړي، تر کومه بریده خپلو ګټو ته رسېدلي دي. البته د ایران په قاموس کې د خبرو اترو نه کول نشته، خو د امریکا ماهیت داسې دی چې خپلې غوښتنې د نورو پر وړاندې دیکته کوي، او د ایران ملت دا ډول مذاکرات نه مني او دولت ته یې اجازه نه ورکوي.»

د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار کړی،چې تهران په عزت او وقار سره خبرې اترې کول غواړي او د یورانیمو د غني کولو له پروګرام څخه نه تېرېږي. هغه د «صفر غني‌سازی» طرحه «یوه لویه ټوکه» وبلله.

نور خبرونه

رادیو