سرچینې: باجوړ کې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۱

د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د وسله‌والو په بریدونو کې څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ «ټي‌ټي‌پي» نن سهار د صدیق اباد نوي کلي کې د امنیتي ځواکونو پر موټریز کاروان بمي چاودنه کړې او بیا یې پرې له څو خواوو ډزې کړې دي.

سرچینو له افغانستان انټرنشل – پښتو سره د وژل شویو او ټپي شویو ځواکونو نومونه هم شریک کړي دي. لاتراوسه «ټي‌ټي‌پي» د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

د پښتخونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د ځايي جرګې او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې د خبرو له ناکامېدو سره سم پوځي عملیات پیل شوي، چې له کبله یې سلګونه کورنۍ هم له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسله‌والو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځ‌بندیز هم اعلان کړی دی.

نور خبرونه

رادیو