ایراني چارواکی: افغان کډوالو ته کار ورکونکي به د دوی د ورځني مزد پنځه چنده جریمه کېږي

۶ ساعتونه مخکې

د ایران د پردېس ښار د کار او ټولنیزو چارو مشر محمد امین خدایاري اعلان کړی، چې که یو ایراني وګړی بې اسناده افغان کډوال په کار وګوماري، نو پنځه چنده د ورځې مزد چې شاوخوا ۱۸میلیونه او ۳۱۸زره ایراني ریاله کېږي، جریمه به پرې لګول کېږي.

ایراني رسنیو د نوموړي له قوله زیاته کړې: «هغه کار ورکونکي چې د بهرنیو ناقانونه مېشتو وګړو، په ځانګړي ډول افغانانو، په کار ګومارلو اقدام وکړي، د ورځې د مزد پنځه برابره جریمه به ورکوي.»

خدایاري د یکشنبې په ورځ د پردېس ښار د کډوالو د کار کولو د وضعیت د څار پر مهال وویل، د «کډوالو د ثبت کارټ» یا د تګ راتګ کارټ هېڅکله د کار کولو قانوني اجازه نه ده او هغه کاري جوازونه چې وخت یې تېر شوی یا د غېر اړوند کار لپاره کارول کېږي، هم د جریمو وړ دي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې که د بې اسنادو افغان کډوالو د کار کولو پېښې ویني، باید د دې ښار د کار او ټولنیزو چارو د ادارې د تفتیش څانګې ته یې راپور ورکړي.

پردېس ښار چې له ۴۵۰زره ډېر نفوس لري، د تهران ختیځ کې موقعیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وروستیو کې د افغان کډوالو د اجباري اېستلو بهیر لا چټک کړی دی؛ یو اقدام چې د سیمې او نړۍ د بشري حقونو د ډلو نیوکې یې راوپارولې دي. په ورته وخت کې یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د اخراج پر مهال د ایران د پولیسو له «شکنجې، سپکاوي او غېرانساني چلند» سره مخ کېږي.

نور خبرونه

رادیو