د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ځايي چارواکو د ماموندو ځینو سیمو له اوسېدونکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د پوځي عملیاتو لپاره دغه سیمې تشې کړي.
د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ مرستیال کمېشنر شاهد علي خان نن سېشنبه ( د زمري ۲۱مه) په فیسبوک پاڼه خبرداری ورکړی، چې د دغه اعلان سره سره که بیا هم خلک په خپلو ځایونو کې پاتې شول او د عملیاتو پرمهال زیان ورورسېد؛ نو مسوولیت به یې پرخپله غاړه وي.
په سیمه کې ځايي سرچینو ویلي، چې څه باندې ۷زره کسان لا له وړاندې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي؛ خو لاهم ګڼ کسان په دغه سیمه کې پاتې دي.
په ورته وخت کې د پښتونخوا حکومت بیا ویلي، چې د بېځایه شویو کسانو لپاره لازم تدابیر په پام کې نیول شوي دي.
هاخوا بیا د پښتونخوا حکومت د باجوړ ولسوالۍ د ماموندو په ۲۷ سیمو کې د وسلهوالو پرضد د عملیاتو له امله د درې ورځو لپاره ګرځبندیز هم اعلان کړی دی.