د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د دې هېواد حکومت «د کډوالو پر ضد نظر» نه لري او په ټولنیزو رسنیو کې له ځینو شایعاتو سربېره بهرني وګړي «په عزت او درناوي» له ایران څخه اېستل کېږي.
نوموړي همداراز زیاته کړه: «د بهرنیو وګړو له وتلو وروسته د وچې ډوډۍ په راکړه ورکړه کې شپږ سلنه کموالی راغلی، ځکه د بهرنیانو د ډوډۍ خوړلو منځنۍ کچه لوړه ده.»
له دې سره، تر دې وړاندې هم د اسلامي جمهوریت چارواکو له ایران څخه د افغانانو د اېستلو د بهیر ملاتړ کړی و او دا چې د ښوونځیو یو شمېر څوکۍ خالي شوې دي، د یوې مثبتې لاستهراوړنې په توګه یې یادونه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې مومني څو ورځې وړاندې د وزیرانو شورا له غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې افغانان په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه دا هم ویلي و، چې هېواد یې د نورو کډوالو د منلو وس نهلري.
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په خبره، په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي، چې دوه مېلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
په داسې حال کې چې زرګونه افغان کډوال په وروستیو میاشتو کې د ایران او پاکستان له لوري په جبري ډول هېواد ته استول کېږي، طالبان د راستانه شویو کسانو یوازې د شمېر په اړه راپورونه خپروي، خو د دغو کډوالو د ژوند اصلي وضعیت، د بېسرپناهۍ ستونزې، د خدماتو نشتوالی او د نړۍوالو بشري اصولو نه رعایت له پامه غورځوي.
د ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې چټکه شوې ده، د میلیونونو افغانانو ژوند ته لوی ګواښ جوړ کړی دی. په تېره بیا ایران کې د «جاسوسۍ» او «غېر قانوني حضور» تر تورونو لاندې لسګونه زره افغانان نیول شوي او شړل شوي دي.
پاکستان بیا د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر وروسته، په رسمي توګه د ناقانونه ګڼل شویو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی، چې له امله یې تر اوسه له یو میلیونه زیات افغانان بېرته افغانستان ته جبري ستانه کړل شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو څار ادارې خبرداری ورکړی، چې دغه جبري ستنېدنه به د افغانستان پر بشري وضعیت نور هم ناوړه اغېز وکړي. یاد سازمانونه وایي، چې دا مهال افغانستان له سخت اقتصادي رکود، وچکالۍ، د خوراکي موادو کمښت، بېکارۍ او د ښځو پر حقونو د بندیزونو له امله له ژور بشري ناورین سره مخ دی.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي، چې له اېستل شویو افغانانو سره یې د بشري مرستو، مالي همکارۍ، ثبت او انتقال په برخو کې عاجله رسېدنه کړې، خو د بشري چارو نړۍوال سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د کورنیو لپاره د سرپناه، کار، زدهکړې او روغتیايي خدمتونو نشتوالی دا بهیر له یوه بشري ناورین سره مخ کوي.