د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې وایي، چې په روان کال کې تر اوسه له ۸۰۰زرو ډېر ماشومان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي، چې په منځني ډول هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم هېواد ته راستنېږي.
د راپور له مخې، له هرو څلورو ستنېدونکو ماشومانو یې درې له ایران څخه راځي او سږکال د ماشومانو د ستنېدو شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
ډېری ماشومان له کورنۍ او سرپرست پرته دي او یا له هغو کورنیو سره راځي چې یوازې اړین وسایل له ځان سره راوړي.
په افغانستان کې د دې سازمان د حقوقي چارو مشره سمیرا سید رحمان وایي: «د کډوالو د ستنېدو چټکتیا او اندازه بې سارې ده. له هرو ۱۵دقیقو وروسته د یوه ټولګي په اندازه ماشومان بېرته افغانستان ته راځي. دغه ماشومان ډېر زیانمنونکي، ستړي او د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.»
هغې زیاته کړه، چې د نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د دغو ماشومانو اړتیاوو ته رسېدنه لا ستونزمنه شوې.
سمیرا سید رحمان خبرداری ورکړ، چې جبري ستنېدل په ځانګړې توګه بېسرپرسته ماشومان هغوی د لا زیاتو ګواښونو لکه ناوړه ګټه اخیستنه او بېسرپرستۍ سره مخ کوي.
د ماشومانو د ساتنې سازمان غوښتنه کړې، چې د ماشومانو او کورنیو ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او له درناوي ډک ډول ترسره شي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې د دغو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
د دې سازمان په وینا، له مارچ میاشتې راهیسې یې له ۱۵۰زرو ډېر ستنېدونکي ماشومان د روغتیا، تغذیې، رواني ملاتړ او نغدي مرستو په برخه کې تر پوښښ لاندې نیولي دي.
د یادولو وړ ده، چې د ماشومانو د ساتنې سازمان دا مهال د افغانستان په ۱۰ولایتونو کې د ماشوم ساتنې پروګرامونه پرمخ وړي او له خپلو شریکانو سره په ۱۱نورو ولایتونو کې همکاري کوي.