د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت ویلي، د هغو افغان کډوالو په اړه ژوره اندېښنه لري چې له تاجکستان څخه په زور اېستل کېږي. په تاجکستان کې دا مهال کاناډا ته د تګ په تمه شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي، چې غوښتنلیکونه یې د څېړلو په حال کې دي.
دغې ادارې سيبيسي نیوز ته ویلي، چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ یې له تاجکستان سره خبرې کړې دي.
د راپور له مخې؛ کاناډايي چارواکي غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه افغان کډوال په تاجکستان کې خوندي دي او ملاتړ یې کېږي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني او دغه ډله اوس هم د دوی لهخوا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامله ده.
د کاناډا د کډوالو، پناه غوښتنې او تابعیت چارو وزارت دا هم ویلي، چې دوی په تاجکستان، پاکستان او ایران کې د افغان پناهغوښتونکو وضعیت څاري.
د افغانستان-کاناډا د شورا بنسټ اېښودونکی رفیع فردوس وايي، چې په تاجکستان کې دا مهال شاوخوا ۳۰۰۰ افغانان اوسېږي او غواړي چې له هغه ځایه کاناډا ته ولاړ شي. د دغې شورا مشر د کاناډا له حکومته غوښتي، چې د دوی غوښتنلیکونو یا د دوسیو څېړلو ته دې لومړيتوب ورکړي.