د پښتونخوا چارواکي:له باجوړ او میرانشاه پرته په نورو سیمو کې د ګرځ‌بندیز اوازې بې‌بنسټه دي

AP ۱۴۰۴ زمری ۲۰

د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت د اطلاعاتو سلاکار محمدعلي سیف وايي، چې ګرځبندیز یوازې په باجوړ او د میرانشاه په ځینو سیمو کې اعلان شوی او په نورو ځایونو کې یې اوازې بې‌بنسټه دي.

نوموړي ویلي، چې په ټوله پښتونخوا کې د ګرځ‌بندیز اوازې «تش تبلیغات» دي او باید خلک پرې باور ونه‌کړي. هغه خبرداری ورکړی، د هغو کسانو پر وړاندې به جدي ګامونه پورته کړي چې ناسمې اوازې خپروي او وضعیت ترینګلی ښیي.

نور خبرونه

رادیو