د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ چارواکو یکشنبه (د زمري ۱۹مه) اعلان کړی، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې به د ۴ ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز وي. دغه ګرځبندیز به نن (د زمري په ۲۰مه) پيل شي.
د دغه بندیز موخه د ترهګرو پر ضد عملیات او د ولسي خلکو خوندیتوب بلل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت تر منظورۍ وروسته د باجوړ ولسوالۍ چارواکو ویلي، چې د دغې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې به د ۴ ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز وي. دغه بندیز به د سهار له ۱۱ بجو څخه د ماښام تر ۱۱ بجو پورې وي.
د کلیوالو سیمو ترڅنګ ښار ته پر ورغلو لویو لارو هم د ۱۲ ساعتونو لپاره تګ راتګ بند شوی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ د ګرځ بندیز پر مهال به خلک له خپلو کورونو ونه وځي، که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، پړه به یې پر خپله غاړه وي.
د باجوړ ولسوالۍ د چارواکو په وینا؛ دغه امنیتي ځواکونو ته بشپړ واکونه ورکړل شوي دي.
د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځینو باوري سرچینو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي و، چې د سولې د هڅو له ناکامېدو سره سم «ټيټيپي» او د پاکستان پوځ بېرته خپل بریدونه پیل کړي دي. سرچینو ویلي و، د سولې په تړاو د خبرو له ناکامېدو وروسته ګڼې کورنۍ د پوځي عملیاتو د پیل له وېرې د خپلو مېنو پرېښودو په حال کې دي.