د کاناډا په پلازمېنې اوټاوا کې یوه افغان چې په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر مهال یې له کاناډایي ځواکونو سره د ژبې او کلتور د مشاور په توګه کار کړی و، په یوه لیک کې له لومړي وزیر څخه غوښتي چې د ده د خور او د هغې د زوی د طالبانو له احتمالي غچ اخیستنې د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.
دغه افغان چې نوم یې د فدرالي محکمې له خوا د کورنۍ د خوندیتوب لپاره پټ ساتل شوی، وایي چې د خپلې دندې پر مهال یې د ګڼو کاناډایي سرتېرو ژوند ژغورلی، خو اوس یې خپله کورنۍ له مرګ او زندان سره مخ ده.
د ده په وینا، د کندهار اوسېدونکو هغه پېژانده چې له کاناډایي ځواکونو سره کار کوي او طالبانو د ده خور او د هغې کورنۍ ته ګواښونه پیل کړل.
په ۲۰۱۳کال کې یې د خور خاوند چې پولیس و، د طالبانو له خوا ووژل شو او ورته وویل شول چې «دا د همکارۍ پایله ده.»
هغه زیاتوي، د ګواښونو له زیاتېدو وروسته یې کورنۍ په ۲۰۱۸کال کې له افغانستان څخه وتښتېده او په ترکیه کې یې د پناه غوښتنه وکړه، خو اوس د ترکیې چارواکو د هغه خور او د هغې د یوه زوی افغانستان ته د ستنېدو امر کړی دی، هغه هېواد چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړی او لا هم د کاناډا له نظره یوه ترهګره ډله ده.
دغه افغان وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته کاناډا د ځانګړي کډوالۍ پروګرام اعلان وکړ، خو شرط یې دا و چې د کورنۍ غړي باید د کابل د سقوط پر مهال په افغانستان کې وي، په داسې حال کې چې د ده خور له دې نېټې وړاندې له هېواده وتلې وه او له دې امله د مرستې لپاره وړ ونه ګڼل شوه.
هغه په خپل لیک کې لیکلي: «زما خور چې د کاناډا سره زما د خدمت له امله یې خپل مېړه له لاسه ورکړ، اوس ښايي خپله هم ژوند له لاسه ورکړي او دا هېواد هېڅ اقدام نه کوي.»
د ده د ټینګار او مکررو غوښتنو باوجود، د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې نه شي کولای په مستقیم ډول مداخله وکړي او دا مسله د کډوالۍ وزیر ته سپارل شوې ده.
د کډوالۍ وزارت ویاند د محرمیت له امله په دې ځانګړې قضیه کې له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱کال راهیسې کاناډا شاوخوا ۵۹زره افغانان ځای پر ځای کړي دي، که څه هم د ځانګړي افغان پروګرامونو د غوښتنې لړۍ اوس تړل شوې، خو هڅه به وکړي.