د اسراییل لومړی وزیر وايي، ډېر ژر به د غزې د بشپړې نیونې عملیات پیل کړي

۳ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، تمه لري چې د غزې په اړه نوی پلان ژر تر ژره بشپړ کړي. تازه ملګرو ملتونو په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې؛ خو د اسراییل لومړي وزیر بیا ویلي، د حماس ډلې د له‌منځه وړلو لپاره په غزه کې له عملیاتو پرته بله لاره نشته.

په غزه کې د اسراییل د بریدونو پر دوام تازه د الجزیرې شبکې د پنځو خبریالانو د وژلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي. په غزه کې د روان تاوتریخوالي له کبله خلک له لوږې سره هم مخامخ دي، چې د لوږې له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي هم دي.

نور خبرونه

رادیو