د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند «شفقت علي خان» وایي چې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر نېټې لا تراوسه هوکړه نده شوې، خو کار پرې روان دی.
ټاکل شوې وه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د «زمري پر ۱۳مه» په یوه ۳ ورځني سفر پاکستان ته ولاړ شي، خو دغه سفر لا تراوسه ځنډېدلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جمعې په ورځ د (زمري په ۱۷مه) په اونیزه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا ملګرو ملتونو اسلام اباد ته د امیرخان متقي د سفر په تړاو د پاکستان غوښتنه رد کړې وویل، د امیرخان متقي د سفر د لغوه کېدو او یا هم ځنډول کېدو په تړاو هېڅ پوښتنه نه رامنځته کېږي، ځکه لا تر اوسه په رسمي توګه د سفر پر نېټې توافق نه دی شوی خو کار پرې روان دی.
شفقت علي خان سره له دې چې د ملګرو ملتونو له لوري امیرخان متقي ته د سفر د محوز د ورکړې د څرنګوالي په تړاو په روښانه ټکو څه ونه ویل خو دومره یې په ډاګه کړه، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د امیرخان متقي د سفر د نېټې په تړاو رسمي اعلان نه دی شوی، نو په دې سره د سفر د ځنډېدو مساله هم نه رامنځته کېږي.
نوموړي زیاته کړه، «د سفر د نېټو پر موضوع لا هم کار روان دی، د افغان بهرنیو چارو وزیر د سفر د ځنډ موضوع چې مطرح شوې، باید ووایم، کله چې موږ د لوړپوړو چارواکو سفرونه پلان کوو، نو لومړی یوه ابتدایي نېټه ټاکل کېږي تر هغو چې دواړه هېوادونه پرې موافقه ونکړي، کوم رسمي اعلان نه کېږي. په دې اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا کوم رسمي اعلان نه و شوی، نو د سفر د ځنډ خبره هم نه مطرح کېږي.»
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اړوند یوې سرچینې د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پاکستان ته د امیرخان متقي سفر د تخنیکي ستونزو له امله ځنډول شوی، خو د دغو ستونزو په اړه یې نور وضاحت نه وو ورکړی.
تر دې وروسته بیا داسې راپورونه خپاره شول چې پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سفر د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د معافیت د نشتوالي له امله ځنډېدلی دی.
دا معافیت معمولا کوربه هېواد وړاندیز کوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان د متقي د سفر معافیت په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټې تر اوسه پاکستان ته د سفر په تړاو د امیرخان متقي نوم د سفر د معافیت لرونکو کسانو په لېست کې نه دی شامل کړی.
د طالبانو هغه چارواکي چې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي، د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې نشي کولای له معافیت پرته بهر ته سفر وکړي. دا معافیت یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له تایید وروسته او د مشخصو موخو لکه رسمي ناستو، سولې خبرو یا عاجلو درملنو لپاره ورکول کېږي.