پاکستان د طالب وزیر څرګندونو ته: اسلام‌اباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی

پرون

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، چې اسلام‌اباد په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت غوښتونکی دی او په دې تړاو منفي څرګندونې بې‌بنسټه دي.

د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) په اونیزه خبري غونډه کې د طالب وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې پاکستان یو سوله‌ییز او باثباته افغانستان غواړي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور تېره ورځ ویلي و، دوی دا درک کړې چې پاکستان په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي او د دغه هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.

د هغه په وینا؛ پاکستان له هر هغه حکومت څخه وېره لري، چې د افغانستان خپلواکي او پر ځان بسیاينه ټینګه کړي.

نوموړي زیاته کړې وه، پاکستان فکر کوي چې د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې ترلاسه کړي.

هاخوا بیا شفقت علي خان په خیبر پښتونخوا کې وروستیو نا امنیو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی په وار، وار له طالب لوري سره په افغانستان کې د پلانېدونکو ورانکاره فعالیتونو په اړه خبرې کړې او باید دغه موضوع جدي وګڼل شي.

خو د طالبانو دغه وزیر بیا وړاندې د اسلام‌اباد دغه تورونه رد کړي وو، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري. هغه ټینګار کړی و، چې د دوی د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې «ټي‌ټي‌پي» په افغانستان کې هېڅ پټنځای نه دی جوړ کړی.

نور خبرونه

رادیو