هند: د مئ په نښتو کې د پاکستان شپږ پوځي الوتکې نسکورې شوې دي

۱۶ ساعتونه مخکې

د هند د هوايي ځواک مشر وایي، چې هند د مئ میاشتې په نښتو کې د پاکستان پنځه جنګي او یوه بله پوځي الوتکه نسکوره کړې ده. پاکستان د خپلو الوتکو رانسکورول رد کړي او ادعا یې کړې، چې دوی شپږ هندۍ الوتکې راغورځولې دي.

د هند د هوايي ځواک مشر مارشل اې پي سېنګ وویل، چې ډېری الوتکې د روسيې S-400 دفاعي سیستم پر مټ نسکورې شوې دي او یوه لویه الوتکه چې ښايي څارګره الوتکه وي؛ له ۳۰۰ کیلومتره واټن څخه وېشتل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو