د پاکستاني پوځ ادعا: د افغانستان پولې ته څېرمه د وژل شویو وسله‌والو شمېر ۴۷ کسانو ته ورسېد

۲۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته څېرمه د بلوچستان ایالت د ژوب ولسوالۍ د سمبازه په سیمه کې د وسله والو پر پټنځایونو د عملیاتو پرمهال د وژل شویو وسله‌والو شمېر ۴۷ کسانو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ یې د عملیاتو پرمهال په سمبازه سیمه کې ۳۳ وسله وال وژلي وو او د یادو عملیاتو په دوام یې ۱۴ نور وسله‌وال هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په سیمه کې یې یو شمېر وسلې او مهمات هم نیولي دي.

د پاکستان پوځ د یادو عملیاتو پرمهال خپل لورې ته د اوښتي زیان په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې، خو وژل شوي وسله وال یې “د هند نیابتي ډله او خوارج” بللي دي.

پر همدغه مهال د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د بلوچستان په ژوب ولسوالۍ کې د وسله‌والو پر ضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو ستاینه کړي ده.

نور خبرونه

رادیو