په باجوړ کې ځايي جرګې له «ټي‌ټي‌پي» غوښتي، چې خپل جنګیالي له ملکي سیمو وباسي

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۸

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، چې د ځايي جرګې او د «ټي‌ټي‌پي» مرکچي پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې پرون جمعه (د زمري ۱۷مه) ترسره شوې دي. د دغه خبرو موخه له یادې ولسوالۍ د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والو وتل او د پوځي عملیاتو مخینوی ښودل شوی.

په باوجوړ کې ځايي سرچینې وايي، که څه هم د وروستي پړاو خبرو جزییات نه‌دي خپاره شوي؛ خو ښايي دغه خبرې یوې پایلې ته ونه رسېږي.

په ورته وخت کې ځینو پاکستاني رسنیو بیا ویلي، په باجوړ کې ځايي جرګې له پاکستاني طالبانو غوښتي چې خپل جنګیالي دې له ملکي سیمو وباسي او بېرته دې افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی، په باجوړ کې د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي له افغانستانه راغلي او جرګې ترې په کلکه غوښتي چې بېرته دې افغانستان ته ستانه شي.

یادې ورځپانې همدا راز ویلي، چې امنیتي چارواکو له ځايي خلکو غوښتي؛ که چېرته «ټي‌ټي‌پي» له ملکي سیمو نه شي اېستلای، نو بیا دې دغه سیمې د پوځي عملیاتو لپاره تشې کړي.

ځايي سرچینې زیاتوي، «ټي‌ټي‌پي» او د پاکستان پوځ هڅه کوي چې په باجوړ کې له ځايي جرګې او روانو خبرو سیاسي ګټه پورته کړي.

په باجوړ کې ځايي جرګه په داسې حال کې له «ټي‌ټي‌پي» سره د اووم پړاو خبرو ته کېني، چې په دې وروستیو کې هلته د دواړه لوریو ترمنځ سختې نښتې شوې دي چې له کبله یې ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې او ځايي خلکو ته هم په‌کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو