سیاسي او پوځي لیدنې؛ د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر یو ځل بیا امریکا ته تللی

۲ ساعتونه مخکې

د پاکستان پوځ ویلي، چې لوی درستیز عاصم منیر د سیاسي او پوځي ناستو لپاره یو ځل بیا امریکا ته تللی او هلته به د یاد هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره ځانګړې ناستې ولاړې وکړي. هغه د دغه سفر په لړ کې د امریکا مرکزي قوماندانۍ د نوي قوماندان د پېژندګلوۍ مراسمو کې هم ګډون کړی.

تر دې دمخه د جون په میاشت کې عاصم منیر د غرمنۍ لپاره واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ مېلمه و او هلته یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې وې. همدا راز اسلام‌اباد کې رسنیو خبر ورکړی، چې ښايي د امریکا ولسمشر په سپټمبر میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي.

نور خبرونه

رادیو