په لغمان ولایت کې په دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۱ کسان ټپيان شوي

پرون

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو جلا-جلا ټرافیکي پېښو له امله د دوو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۱ کسان ټپيان شوي دي.

په لغمان ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، دغه پېښې نن شنبه (د زمري په ۱۸مه) د قرغیو ولسوالۍ په مندروړ او شمنګړ سیمو کې د یوه کرولا، فلاینکوچ، رېکشا، مازدا او سوزوکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.

د دغې قومندانۍ مسوولین د پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼي او همداراز د سیمې اوسېدونکي بیا د سړکونو خرابوالی د دغه ډول پېښو د رامنځته کېدو بل لامل په ګوته کوي.

نور خبرونه

رادیو