امریکایي استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د غزې د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې

۳ ورځې مخکې

د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف په هسپانیا کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر عبدالرحمان ال ثاني سره په کتنه کې د غزې د جګړې د پای ته رسولو او د حماس له لوري د اسراییلي یرغمل شویو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

اکسیوس راپور ورکړی، چې دغه لیدنه د اسراییل د بریدونو د زیاتېدو او د غزې د نیولو د مخنیوي لپاره د ډيپلوماتیکو هڅو په اوج کې ترسره شوه.
د حماس سرچینې وایي، امریکا، قطر او مصر له اسراییل سره خبرې کوي، څو د اسراییل له خوا د ټولې غزې د نیولو مخه ونیسي او اوربند رامنځته شي.
قطر او امریکا هیله لري، چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د یرغمل شویو د ازادۍ لپاره یو هر اړخیز پلان اسراییل او حماس ته وړاندې کړي.
د اسراییل امنیتي کابینې د جمعې په ورځ د غزې د نیولو پرېکړه تصویب او د دې هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ، چې د اسراییل هدف د غزې بشپړ کنټرول دی.
د راپورونو له مخې، د اوربند وړاندیز شوی پلان چې د یرغمل شویو له ازادۍ سره مل دی، پکې د جګړې پای، د اسراییل بشپړ وتل، د فلسطیني وسله‌والو ډلو بې وسلې کول، د حماس د پوځي قوماندانانو تبعید او په غزه کې د یوه نوي ملکي ادارې جوړول شامل دي.
د اسراییل د کابینې یوه وزیر ویلي، چې د دغه هېواد د ستراتیژیکو چارو وزیر رون ډرمر د پنجشنبې په ورځ کابینې ته خبر ورکړ، چې واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو پر یوې طرحې کار کوي، خو د دې طرحې جزیات روښانه نه دي.
یو اسراییلي چارواکی چې په خبرو کې برخه لري، اکسیوس ته ویلي: «د جګړې د پای په اړه د اسراییل او حماس تر منځ واټن ډېر زیات دی، نو په دې پړاو کې د یوه هراړخیز تړون خبرې ښايي بې‌ګټې وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ د مصر، سعودي عربستان او ترکيې په ګډون شاوخوا ۲۰ عربي او اسلامي هېوادونو د غزې اشغال «د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه، د ناقانونه اشغال د پیاوړتیا هڅه او د اسراییل په ګټه د یوه حقیقت د تپل کېدو» په توګه وغندله.
ویتکاف اسراییل ته د تېرې اوونۍ د سفر پر مهال د یرغمل شویو کسانو کورنیو ته ویلي وو، چې امریکا غواړي جګړه پای ته ورسوي، نه دا چې پراخه کړي او نور د تېر په څېر د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کېدو لپاره له جزئي موافقو سره لېوالتیا نه لري.

نور خبرونه

رادیو