د برازیل او امریکا ترمنځ د تعرفو په تړاو کېدونکې ناسته ځنډېدلې ده. برازیلي چارواکو په دې اړه د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې د برازیل د مالیې وزیر او د امریکا د خزانې وزیر ترمنځ د تعرفو په تړاو ناسته تر نامعلومې نېټې ځنډېدلې ده.
د برازیل مالیې وزیر فرناندو حداد د دغه ناستې لغوه کېدو په اړه خواشیني ښودلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د برازیلي توکو پر وارداتو د ۵۰سلنه تعرفې لګولو اعلان کړی دی.
برازیلي چارواکو ویلي، هڅه کوي چې د لوړو امریکايي تعرفو د اغېزو کمولو لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي.