طالبانو په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۲ کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۰

طالبانو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) په کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان چې «د نشه‌يي ټابلیټونو (ذيکپ او ټابلیټ کا)، الکولي مشروباتو، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق» تورونه ورباندې لګېدلي وو، په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسان له اوو مياشتو څخه تر دوو کلونو تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم شوي وو.
په خبرپاڼه کې بیا د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان نږدې هره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان په عام محضر کې په دُرو وهي.

نور خبرونه

رادیو