ملګري ملتونه: د اسراییل له خوا د غزې ښار کنټرول د فلسطینیانو ژوند ته ګواښ پېښوي

پرون

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، ویلي چې د اسراییلي حکومت هغه پرېکړه چې غواړي د غزې ښار کنټرول خپل کړي، یو ګواښونکی پرمختګ دی،چې ښايي د فلسطینیانو لپاره لا ډېر ناورینونه رامنځته کړي.

ګوترېش خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه نه یوازې د میلیونونو فلسطینیانو ژوند ته ګواښ پېښوي، بلکې د هغو کسانو ژوند هم له خطر سره مخ کوي چې حماس ډلې برمته کړي دي.

نوموړي دا اقدام د جګړې د لا پراخېدو نښه بللې او ټینګار یې کړی چې باید بشري حقونو ته درناوی وشي او تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو