د غزې د نیولو لپاره د اسراییل د پرېکړې تر اعلان وروسته، د جرمني حکومت وویل چې تر بلې خبرتیا پورې به اسراییل ته د هېڅ ډول پوځي تجهیزاتو د لېږلو اجازه ور نه کړي.
د جرمني صدراعظم ټینګار کړی، چې د اسراییلي یرغمل شوو کسانو ازادول او د اوربند خبرې د برلین له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
فریدریښ مرېڅ وویل: «د وضعیت خرابېدلو دا لا ستونزمنه کړې چې وپوهېږو د اسراییل دا پوځي پلان څنګه کولای شي مشروعو موخو ته ورسېږي.»
جرمني اسراییل ته د لویو وسلو ورکونکو هېوادونو له ډلې څخه دی.