د‌ پاکستان مرکزي حکومت پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو ترسره کول رد کړل

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خېبر پښتونخوا حکومت له لوري په دغه ایالت کې د هر ډول پوځي عملیاتو په مخالفت سره د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې پوځي عملیات نه کېږي؛ خو د وسله‌والو پر ضد به د ملي کړنلارې له مخې اقدامات کېږي.

هغه زیاته کړې، چې د دغه کړنلارې په پلي کېدو سره د هېڅ چا د مخالفتونو پروا نه کوي. هغه دغه څرګندونې د پاکستان پارلمان کې د تحریک انصاف د یو لوړ پوړي غړي اسد قیصر د هغو څرګندونو غبرګون کې کړې، چې ګنې د وسله‌والو د له‌منځه وړلو لپاره د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت لري.

ښاغلي قیصر خبرداری ورکړی، چې دوی به د هر ډول پوځي اقداماتو یا عملیاتو پر وړاندې مقاومت وکړي. تر دې دمخه عمران خان هم د خېبر پښتونخوا له ایالتي حکومته غوښتي، چې د هر ډول پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړي. هم‌مهاله د قبایلي سیمو یو شمېر اوسېدونکو او مشرانو هم د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې دي.

طلال چوهدري بیا د خېبر پښتونخوا له ایالتي چارواکو وغوښتل، چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې دندې ترسره کړي او یادونه یې وکړه چې دغه ایالت د مالیې ملي کمېسیون (NFC) له ونډې څخه ۷۰۰ مېلیارده روپۍ د ترهګرۍ ضد اقداماتو لپاره تر لاسه کړي دي.

نوموړي اسد قیصر ته په خطاب کې وویل: «زه پوهېږم تاسې ولې اندېښمن یاست». هغه د تحریک انصاف ګوند مشران تورن کړل، چې د پاکستاني طالبانو تحریک وسله‌وال یې په لوی لاس بېرته بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي. هغه د یاد ګوند مشرانو ته پارلمان کې د وینا پر مهال وویل: « تاسو له ترهګرو سره یاست که له حکومت سره؟»

په همدې حال کې د باجوړ قومي مشرانو له «ټي‌ټي‌پي» سره جرګه کړې او په دې اقدام سره یې یادې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو مخنېوی کړی دی. په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بېلابېلو سیمو کې د «ټي‌ټي‌پي» وسله‌والې ډلې فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ له پوځ سره په جګړو بوخت وي.

د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت چارواکو په وار، وار غوښتنه کړې، چې د نا امنۍ او ترهګرۍ د مخنېوي لپاره باید مرکزي حکومت دوی ته اجازه ورکړي؛ څو په مستقیمه توګه ورسره د ستونزو حل لپاره خبرې وکړي. هاخوا پر کابل واکمن د اسلام‌اباد له ادعاوو سره، سره دا نه مني، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو پناه ځایونه دې په افغانستان کې وي.

نور خبرونه

رادیو