امریکا د ونزویلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د امریکا د متحدو ایالتو لوی څارنوال، پم بانډي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن هغه چا ته ۵۰میلیونه ډالره انعام ورکوي چې داسې معلومات وړاندې کړي چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لامل شي.

امریکايي چارواکي «مادورو»د نشه‌یي توکو له لویو کارټلونو سره د همکارۍ، اداري فساد، او د قانوني سیستم د کمزوري کولو په تورونو تورنوي.

نیکولاس مادورو له ۲۰۱۳کال راهیسې، د هوګو چاوز تر مړینې وروسته، د ونزویلا واک ته رسېدلی. د هغه حکومت د پراخ اقتصادي بحران، د بشري حقونو د سرغړونو، او د مخالفینو پر ضد د سخت چلند له امله له کورني او نړیوال فشار سره مخ دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۲۰کال کې، مادورو او یو شمېر لوړپوړي ونزویلایي چارواکي د نشه‌یي توکو په قاچاق او د کلمبیا له کارټلونو سره د همکارۍ په تور تورن کړل. په دغو تورونو کې د سلګونو ټنه کوکائین د امریکا خاورې ته د لېږد هڅه هم شامله ده.

د واشنګټن له لوري پر مادورو د فشار راوستو لپاره، تر دې وړاندې سخت اقتصادي بندیزونه پر ونزویلا لګېدلي دي، چې د نفتو صنعت، بانکي سکتور او دولتي چارواکي یې په نښه کړي دي. د ۵۰میلیونه ډالرو انعام اعلان هم د همدغو فشارونو یوه برخه بلل کېږي.

امریکا، او له هغې سره یو شمېر لوېدیځ هېوادونه، نیکولاس مادورو یو "نامشروع ولسمشر" ګڼي او د ونزویلاد سیاسي بحران حل د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې غواړي.

نور خبرونه

رادیو