ټرمپ: سلیماني «د سړک غاړې بمونو پلار وو» خو اوس چیرته دی؟

AP ۱۴۰۴ زمری ۱۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژنې ته په اشارې ویلي: «سلیماني د سړک غاړې بمونو پلار و»

سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو؛ ایراني چارواکو د هغه د وژنې وروسته څو ځله ټرمپ ګواښلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) د ایران د نیابتي ځواک له خوا په سیمه کې د امریکايي پوځي پرسونل د وژنې په اړه وویل: «یو امریکايي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړی بم چاودنې له امله ووژل شو، چې قاسم سلیماني کړنه وه.»

ټرمپ د سپاه پاسداران د قوماندان د وژنې په اړه په طنزيه انداز وویل: «سلیماني چیرته دی؟ قاسم سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»

د ټرمپ دغه خبرې د غونډې د ګډونوالو له خوا په خندا بدرګه شوې.

د امریکا ولسمشر زياته کړه: «دوی وايي ۹۲ سلنه هغه کسان چې وژل شوي یا سخت ژوبل شوي دا د سلیماني کار و. هغه داسي یو څوک و، چې تر بل هر چا یې ډېر دا ډول بریدونه کول.ِ»

د سلیماني له مرګه وروسته د ایران د نظامي چاراکو دوامداره ګواښونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر قاسم سلیماني د برید د امر له کبله د ایراني نظامي چارواکو په ځانګړې توګه د سپاه پاسدارانو د قومندانانو له خوا په وار وار د وژلو ګواښونه ورته شوي

په وروستي ځل د ایران د قم مدرسې له دوه زرو څخه زیاتو ښوونکو په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ ته د سلیمانې د وژنې د امر کولو اړوند ویلي: « د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی.»

دغه خبرپاڼه، چې د جمعه په ورځ د زمري په ۱۰مه خپره شوې په کې راغلي: «د زغم او انقلابي دور ختم شوی او له دې وروسته د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دي او د سلیماني د وينې غچ اخیستل پر هر مسلمان او ازادي غوښتونکي سړي او ښځې واجب دی.»

نور خبرونه

رادیو