په ننګرهار کې د کرېکټ د یوې اکاډمۍ لوبغاړی لقمان شېرزاد نن (جمعه د زمري۱۷مه) په لغمان کې د لامبو وهلو پر مهال مړ شوی دی.
سرچینې وايي، دغه تنکی ځوان ۱۷ کلن وو او له څو میاشتو راهیسې یې د ننګرهار د کرېکټ په یوې اکاډمۍ کې د توپ اچونې په برخه کې مسلکي زده کړې کولې، خو نن په لغمان ولایت کې د لامبو وهلو پر مهال په سیند کې ډوب او ومړ.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.