د غزني د امنیه قوماندانۍ طالب مسوولینو د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله د یوه تن د مړینې او شپږو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی. لومړۍ پېښه د کابل-کندهار پر لویه لار او دویمه پېښه د ولایت په مرکز کې شوې ده.
د غزني د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد سرحدي ویلي، چې لومړۍ پېښه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره،د قره باغ ولسوالۍ په بارانکلار سیمه کې د دوو وړو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله او دویمه پېښه د مرکز اړوند قره باغي سیمه کې د موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.