ځانګړی

طالبان د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په لړ کې دا ځل په کابل کې کورني سینګارتونونه هم بندوي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل نه دی، چې پر ښځو محدودیتونه لګول کېږي. دا ځل، له بازار او کوڅو وروسته، د ښځو د کور دننه د کار ساحه هم له بندیزونو خوندي پاتې نه شوه.

امر بالمعروف دا ځل د ښځو کورني سینګارتونونه بندوي او لسګونه مېرمنې یې له عاید محرومې کړې دي.

له کابل څخه باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) وویل، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له څو ورځو راهیسې په کابل کې کور په کور ګرځي، کورني سینګارتونونه بندوي او د هغوی وسایل له ځان سره وړي.

سرچینو دغه راز ویلي، چې طالبانو تر دې وړاندې څو ځله د ښځو کورني سینګارتونونو ته د بندېدو خبرداری ورکړی و، خو له څو وارې اخطاريې وروسته، اوس یې د امر بالمعروف محتسبانو عملي اقدام پیل کړی دی.

د کابل د څلورمې ناحیې اوسېدونکې نادیه (مستعار نوم) چې تر دوو کلونو زیات وخت‌ یې د خپل کور په یوه کوټه کې سینګارتون درلود، وايي چې دا کاروبار‌ یې یوازې د خپل عاید لپاره نه، بلکې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د بقا لپاره کاوه.

هغې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «زه د خپلې کورنۍ یوازینۍ نفقه برابرونکې یم؛ د کور کرایه، ډوډۍ او د ماشومانو لګښتونه زه پوره کوم. له هغه وخته چې په ښار کې د امر بالمعروف له خوا د سینګارتونونو دروازې وتړل شوې، ما دا کار کور ته راووړ، خو اوس هم طالبان راته وايي چې دا کار حرام دی او باید یې بند کړم.»

د نوموړې په وینا، طالبانو لومړی ځل خبرداری ورکړ، دویم ځل یې د سینګارتون ټول وسایل ترې یوړل، او درېیم ځل یې پرې بشپړ بندیز ولګاوه.

هغه زیاتوي: «طالبان چې درېیم ځل زموږ کور ته راغلل، زما خاوند یې وغوښت او هغه یې وګواښه، چې که زه بیا د سینګارتون فعالیت ته دوام ورکړم، نو بندي به مې کړي. خاوند مې ډېر سخت ووېرېده او راته ویې ویل چې باید خپل اصلي ولایت او کلي ته ستانه شو، خو زموږ اقتصادي وضعیت دومره خراب دی چې ما د تګ انکار وکړ. خاوند مې غوسه شو، زما لوڼې یې کلي ته یوړې او د طلاق ګواښ یې وکړ. اوس د خپلې مور په کور کې اوسېږم او راتلونکی مې ناڅرګند دی.»

د نوموړې په وینا، طالبان د هغوی د کورنۍ د تاوتریخوالي اصلي لامل ګرځېدلي دي.

د کابل ښار او شاوخوا سیمو لسګونه مېرمنې له همدې لارې د خپلو کورنیو ملاتړ کاوه. د احمدشاه بابا مېنې یوې اوسېدونکې حمیرا وایي، چې د امر بالمعروف کارکوونکي یې کور ته ورغلي، د سینګارتون وسایل یې ورته مات کړي او ورته‌یې ګواښ کړی چې بیا دا کار نه‌شي کولای.

حمیرا زیاتوي: «موږ په کرایي کورونو کې ژوند کوو، خاوند مې ناروغه دی، چې زه کار ونه‌کړم، څوک به مې کوچني زوی ته شیدې رانیسي؟»

هغه په خپلو خبرو کې وویل: « کله چې طالبان راغلل، نو زه پاکستان ته کډواله شوم، هلته مې په یو سینګارتون کې کار کاوه، ژوند مې یو څه ښه شوی وو، خو کله چې د حکومت له خوا د کډوالو په زور راشړل شروع شول، خپل هېواد ته راغلم او د کور په یوه خونه کې مې سینګارتون جوړ کړ، دا یې هم رابند کړ، نه پوهېږم چې څه وکړم.»

د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د دغو اقداماتو رسمي اعلان نه دی کړی، خو سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې دا کار د «شرعي حکم» او «اخلاقي فساد د مخنیوي» په نوم توجیه کېږي.

د ښځو حقونو مدافعین دا اقدام د ښځو د مطلق حذف دوام بولي. د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نه غواړي نوم‌یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «کله چې ښځې له زده‌کړو، کار، تفریح او ټولنیز ژوند څخه محرومې شي، کور یې یوازینی ځای پاتې وي. اوس چې کور هم د کار له فرصته بې‌برخې کېږي، دا یوه بله هڅه ده چې ښځې ټولییزه خاموشې او منزوي شي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګوي. له ۲۰۲۱کال راهیسې د نجونو ښوونځي، پوهنتونونه، دفترونه، پارکونه او مسافرت ټول د محدودیتونو لاندې راغلي دي. اوس، تر دې بندیزونو وروسته کور هم د مېرمنو لپاره د کار ځای نه دی پاتې شوی.

په یو داسې هېواد کې چې له مخکې نه هم اقتصادي ناورین پکې روان دی، د ښځو د عاید بندیدل د کورنيو پر مالي ثبات مستقیم اغېز کوي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی استاد ډاکټر سادات وايي: «ښځې چې د کورنۍ نفقه ګټي، د ټولنې د اقتصادي ستونزو بوج کموي. د هغوی محدودول نه یوازې د هغوی پر شخصي ژوند، بلکې پر ټول اقتصاد منفي اغېز لري».

د یادولو وړ ده، چې ښځې تر ډېره له زور، جګړې، فقر او محدودیتونو سره مقاومې پاتې شوې دي، خو اوس له یو بل بندیز سره مخ دي؛ بندیز چې نه یوازې د هغوی د عاید لاره یې بنده کړې، بلکې هغوی‌یې له یوازیني مشروع او خوندي کاري ځای «کور» څخه هم بې‌برخې کړي دي.

که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، د ښځو ټولنیز او اقتصادي حضور نه یوازې له منځه ځي، بلکې د یو نسل راتلونکی هم تر پوښتنې لاندې راولي.

نور خبرونه

رادیو