نړیوالې ادارې: بېرته ستنېدونکې افغان نجونې او مېرمنې له بشري ناورین سره مخ دي

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د کییر نړیوالې موسسې په تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستنېدونکې ښځې او نجونې له سختو ګواښونو سره مخ دي، او د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۳م کال راهیسې تر ۲.۴۳ میلیونه ډېر بې‌اسناده افغانان له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي، چې یوه په درېیمه برخه یې له ایران او نږدې نیمايي برخه یې له پاکستان نه ښځې او نجونې دي.

راپور زیاتوي، ډېری دا مېرمنې داسې هېواد ته بېرته جبري ستنې شوې، چې مخکې یې پکې ژوند نه‌دی کړی، او له کور، عاید، زده‌کړې او روغتیايي خدماتو بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزن فرګوسن ویلي: «هغه زیانمنې ښځې او نجونې چې له هېڅ شي پرته بېرته راستنې شوې، مرستې ته یې لاسرسی باید ژر تضمین شي».

راپور څرګندوي چې د نجونو زده‌کړې، د سرپناه نشتوالی، تاوتریخوالی، بې‌وزلي، په کم عمرۍ کې ودونه، او د ښځو پر ازادیو بندیزونه د دې ډلې عمده اندېښنې دي.

دکییر افغانستان مشر ګراهام ډېوېسن، ویلي: «موږ له داسې حالت سره مخ یو چې له هر ډول مرستو پرته، زرګونه ښځې، نجونې او ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي».

راپور نړیواله ټولنه هڅوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او دوامدارو مرستو لپاره باید ژر او رغنده ګامونه واخلي.

نور خبرونه

رادیو