د جرمني دوو ګوندونو د افغان او سوریايي کډوالو د اخراج پر پالیسۍ نیوکې وکړې

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني د زرغون ګوند او کیڼ ګوند د کورنیو چارو ویاندویانو د فدرالي کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د مهاجرت تګلارې له امله د جدي پایلو خبرداری ورکړی دی. دواړو ګوندونو افغانستان او سوریې ته د کډوالو پر اېستلو او د سرحدونو د کنټرول پر غځولو نیوکې کړې دي.

د جرمني دزرغون او کیڼ یا لېنکه ګوندونو سیاستوالو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر دوبرینت پر هغو څرګندونو سختې نیوکې کړې دي، چې غواړي د جرمني د پولو کنټرول اوږد کړي او افغانستان او سوریې ته نور خلک واستوي.

د لېنکه ګوند د کورنیو چارو ویاندې کلارا بونګر ټاګس شپیګل ته وویل، « الکساندر دوبرینت غواړي ځان یو سخت دریځی وښيي، خو هغه څه چې کوي، یوازې نمایشي سیاست دی چې د محرومو ټولنو پر اوږو بار جوړوي».

هغې زیاته کړه چې خلک له رواني مرکزونو ایستل کېږي او شړل کېږي: « په جګړو او کړکېچونو کې ښکیلو سیمو ته الوتنې تنظیمېږي. دا میلیونونه لګښت لري، خو هېچا ته امنیت نه راولي».

بونګر، چې حقوق پوهه هم ده، وویل، « ادعا دا ده، چې شړل به د جرمني د خلکو ژوند ښه کړي، خو دا تېروتنه ده. نه به تقاعد لوړ شي، نه به سړکونه خوندي شي. برعکس، هغه څوک چې پناه‌غوښتونکي له حقونو بې‌برخې کوي او په ټولیز ډول یې مجرم ګڼي، د نژادپالنې احساسات لا پسې سختوي او کارګره او بېوزله ټولنه سره وېشي».

هغې د سرحدي کنټرولونو دوام هم وغنده او ویې ویل، « کډوال له ارزونې پرته بېرته شړل کېږي، سره له دې چې محکمو دا کار له قانون سره په ټکر کې بللی دی».

بونګر وویل، « د دوبرینت سیاست اساسي حقوق تر پښو لاندې کوي او د سیاست توازن ښي اړخو ته اړوي. دا هېڅ ډول مسووله حکومتولي نه ده».

په ورته وخت کې د زرغون ګوند د کورنیو چارو ویاند مارسل امریش هم وویل دا غیرمسوولانه ده چې دوبرینت د محکمو پرېکړې، د قانون حاکمیت او د فدرالي پولیسو، سوداګریزو اتحادیو، غیر دولتي سازمانونو او سرحدي کارګرانو نیوکې له پامه غورځوي.

نوموړي زیاته کړې، « د دې پر ځای چې د اروپایي اتحادیې بیرغ پورته کړي، نور سرحدي بندیزونه پلي کوي».

نور خبرونه

رادیو