امریکا د ارمنستان او اذربایجان د سولې چوکاټ په لاسلیکولو سره، له دې موافقې د یوه ستراتیژیک ترانزیتي دهلېز ځانګړي حقونه ترلاسه کوي. ارمنستان پلان لري چې امریکا ته د اوږدې مودې لپاره د یوه ترانزیتي دهلېز ځانګړي پرمختیایي حقونه ورکړي. اذربایجان غواړي ځان له نخجوان سیمې سره ونښلوي.
ټاکل شوې د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ارمنستان او اذربایجان مشرانو ته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی ووایي او دا لیدنه د یوه سوله ییز چوکاټ په لاسلیکولو سره پای ته ورسیږي.
دغه چوکاټ به متحده ایالاتو ته د جنوبي قفقاز له لارې د یوه ستراتیژیک ټرانزیتي دهلېز ځانګړي پرمختیایي حقونه ورکړي.
ارمنستان او اذربایجان له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې د ناګورنو-قرهباغ پر سر په شخړه کې دي.
د جنوبي قفقاز سیمه یوه انرژيتولیدوونکې سیمه ده چې له روسیې، اروپا، ترکیې او ایران سره ګاونډۍ ده، خو پولې پکې تړلې دي او اوږدمهاله قومي شخړې روانې دي.
امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې د اذربایجان ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان به له ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ په ناسته کې د سولې یو داسې چوکاټ لاسلیک کړي چې هدف یې «سولې ته روښانه لاره» برابرول او یوه پخوانۍ اوږده ترانزیتي شخړه حل کول دي.
اذربایجان غوښتنه کړې چې له ارمنستان څخه یو ټرانزیتي دهلېز ورکړل شي، څو د خپلې اصلي خاورې لویه برخه له نخجوان سره ونښلوي. نخجوان یوه اذربایجانۍ سیمه ده چې له ترکیې سره ګډه پوله لري.
د چارواکو په وینا، د طرحې د سند له مخې، ارمنستان پلان لري چې امریکا ته د اوږدې مودې لپاره د یوه ټرانزیتي دهلېز ځانګړي پرمختیایي حقونه ورکړي. دغه دهلېز به د « ټرمپ د نړیوالې سولې او هوساینې لار» ونومول شي.
دغه دهلېز به د ارمنستان د قوانینو پر بنسټ چلېږي، خو متحده ایالات به دا ځمکه یو شریک شرکت ته د زیربنا او مدیریت لپاره په فرعي اجاره ورکړي.
د ارمنستان او اذربایجان مشران به هغه اسناد هم لاسلیک کړي چې د مینسک ډلې د منحل کولو غوښتنه پکې شوې.
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې په برخه کې پرمختګ په مارچ میاشت کې پیل شو، چې د امریکا ځانګړي استازي، سټیف وټکاف دغې سیمې ته سفر وکړ. د هغه د ډلې غړو څو ځلې هلته سفرونه وکړل او هڅې یې وکړې چې دا هوکړه برابره کړي.
امریکايي چارواکي باور لري د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې تړون کولای شي دا زمینه برابره کړي چې اذربایجان هم د ابراهیمي تړونونو برخه شي.
دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټرمپ هڅه کوي ځان د نړیوالې سولې د منځګړي په توګه معرفي کړي.
سپینې ماڼۍ ادعا کړې چې نوموړي د کمبودیا او تایلنډ ترمنځ اوربند ته زمینه برابره کړې او د رواندا او کانګو دیموکرات جمهوریت او همداراز د پاکستان او هند ترمنځ یې سوله کړې ده.
خو ټرمپ تراوسه په دې نه دی بریالی شوی چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي او اسراییل پر غزه له بریدونو را وګرځوي.