ټرمپ: د سولې لپاره اړینه ده چې د منځني ختیځ هېوادونه له ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي

۳ ورځې مخکې

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د منځني ختیځ هېوادونو لپاره اړینه ده چې له ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي، څو له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدو له لارې سیمه‌ ییزه سوله باوري شي.

ډونالډ ټرمپ، په سوشل میډیا یوه پوسټ کې لیکلي: «اوس چې د ایران له‌ خوا جوړېدونکې اتومي وسله بشپړه نابوده شوې، نو زما لپاره دا ډېره مهمه ده چې د منځني ختیځ ټول هېوادونه د ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي».

ټرمپ څلور اسلامي هېوادونه دې ته وهڅول چې له اسراییل سره د ابراهیم تړونونو له لارې رسمي ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي.

دا بهیر د امریکا د فشار او منځګړتوب له امله ممکن شوی و، خو د غزې جګړې، د لوړې مرګ‌ژوبلې او لوږې له امله دغه بهیر اوس له ستونزو سره مخ شوی.

په غزه کې چارواکي وایي چې تر اوسه له ۶۰ زرو ډېر کسان وژل شوي، چې دا وضعیت له نړیوال غبرګون سره مخ شوی.

په همدې لړ کې کاناډا، فرانسې او بریتانیا تازه د یو خپلواک فلسطیني دولت د رسمیت پېژندلو پلانونه اعلان کړي دي.

یوه بله هڅه چې د ټرمپ د ټیم له‌خوا پر مخ وړل کېږي، دا ده چې اذربایجان او د منځنۍ اسیا ځینې متحد هېوادونه هم د ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي او له اسراییل سره خپلې اړیکې ژورې کړي.

یاده دې وي چې ابراهیم تړون د یو لړ ډېپلوماټیکو تړونونو مجموعه ده چې د ۲۰۲۰ کال په اګست کې د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د اسراییل، متحده عربي امارات، بحرین، او وروسته نورو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوه، څو د اسراییل او عربي هېوادونو تر منځ رسمي اړیکې عادي شي.

نور خبرونه

رادیو