کرملېن ومنله، چې د روسیې او امریکا ولسمشران ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو ورځو کې سره وویني. د کرملېن د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف وایي، چې مسکو او واشنګټن په دې اړه یوې هوکړې ته سره رسېدلي او د لیدنې لپاره چمتووالی روان دی.
د هغه په وينا؛ د غونډې ځای به هم ډېر ژر اعلان شي.