د ایران لوی درستیز: له امریکا نه خپل غچ اخلو

۳ ورځې مخکې

د ایران لوی درستیز وايي، چې د ایران خلک به د امریکا د «خیانتونو» ټپونه هېر نه کړي او خپل غچ به ترې اخلي.

عبدالرحیم موسوي د ایران «د مقاومت نویو نسلونو» یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران ماشومانو او ځوانانو د دښمن د بمونو غږ اورېدلی دی او یوه ورځ به د دښمن غوږونه کاڼه کړي.

د تسنیم اژانس د رپوټ له مخې، چې د ایران حکومت او سپاه پاسداران ته نږدې ګڼل کیږي، جنرال موسوي امریکا او ځینې لویدیز هېوادونه د اسراییل د بریدونو شریکان وګڼل او ویې ویل، چې تل ابیب راتلونکی نه لري.

موسوي امریکایي چارواکي وپوښتل، چې «ایا دوی غواړي د نتنیاهو ژغورنې لپاره خپل هېواد او نسل قرباني کړي؟».

نوموړي ویلي، چې دښمنان باید پوه شي چې که څوک د ایران پر خاوره برید وکړي، ټول ملت به یې پر وړاندې یوځای ودریږي.

هغه د ایران «د مقاومت نویو نسلونو» یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران ماشومانو او ځوانانو د دښمن د بمونو غږ اورېدلی دی او یوه ورځ به د دښمن غوږونه کاڼه کړي.

موسوي وايي، چې د ایران لاس هم د خبرو اترو او هم ددفاع دواړو لپاره ډک دی.

نور خبرونه

رادیو