د ګالپ موسسې د یوې نوې نظرپوښتنې لهمخې؛ د اوکراینیانو یوه لویه برخه اوس له روسیې سره د خبرو اترو له لارې د جګړې له پای ته رسولو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په ۲۰۲۲ کال کې ډېریو اوکراینیانو تر بریا پورې د جګړې د دوام غوښتنه لرله.
یوازې شاوخوا یو پر څلورمه برخه خلک فکر کوي، چې جګړه به په راتلونکي کال کې پای ته ورسېږي. د اوکراین د جګړې د دوام ملاتړ د ټولو سیمو او خلکو په منځ کې کم شوی دی.
د اسوشیټېډپرېس خبري اژنس د راپور لهمخې؛ په دې نظرپوښتنه کې په ټول اوکراین کې تر زرو ډېرو کسانو (د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو پرته) برخه اخیستې ده. د روانې جګړې له پیل راهیسې تر ۱۲ زرو ډېر اوکرایني ملکيان وژل شوي او روسي ځواکونو ورو، ورو ډېرې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
همداراز، د ناټو او اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره د اوکراینیانو هیلې د پخوا پرتله کمې شوې دي. اوس یوازې درېیمه برخه خلک په دې باور دي، چې اوکراین به په راتلونکو لسو کلونو کې له ناټو سره یوځای شي او شاوخوا نیمایي یې تمه لري چې د اروپایي ټولنې غړی شي.