روغتیايي چارواکو د خیبرپښتونخوا ایالت د لکي مروت په سلیمانخېلو سیمه کې د ګوزڼ د یوې نوې مثبتې پېښې له ثبتولو خبر ورکړی، چې له امله یې یو پنځه میاشتنی ماشوم اغېزمن شوی دی. له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته لوړ شو.
د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ له دې ډلې روان کال یوازې ۱۲ مثبتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.