د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د ماین چاودنه شوې، چې له امله یې د پوځ یو لوړ رتبه افسر محمد رضوان طاهر او دوه نور سرتېري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې «ای اېس پي ار» په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې برید کې د تورن رضوان تر څنګ بریدمل ابن امین او محمد یونس هم وژل شوي دي.
د پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د معلوماتو له مخې، ۳۱کلن تورن محمد رضوان طاهر د پنجاب له نارووال سیمې سره تړاو درلود، همداراز ۳۷کلن بریدمل ابن امین د خېبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی و او ۳۳کلن محمد یونس د کرک ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د پاکستان پوځ په وینا، دا برید د هغو ترهګرو له لوري شوی چې د بهرنیو استخباراتي شبکو په ځانګړي ډول د هند له ملاتړه برخمن دي.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې، له برید وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري په چاڼیزو عملیاتو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان، خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر ضد بریدونه زیات شوي، چې حکومت او پوځ یې د «دوښمن هېوادونو» له خوا د ترهګرۍ مستقیم ملاتړ بولي.