د پاکستان پوځ هند ته خبرداری ورکړی، چې نوی ډیلی به د پوځي برید په صورت کې له پرېکنده ځواب سره مخ شي. د پاکستان پوځ وايي، چې د هند په خاوره کې دننه به عملیات وکړي.
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د اېکونومېسټ سره په یوې مرکه کې ګواښ کړی که اړتیا وي؛ نو پاکستان به د هند له ختیځ نه خپل عملیات پیل کړي. هغه زیاته کړې، هند باید پوه شي چې د هېواد هره سیمه یې په نښه کېدای شي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د مئ په میاشت کې تر پوځي نښتې وروسته د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.