د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

۳ ورځې مخکې

په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.

نن پنج‌شنبه (د زمري ۱۶مه) د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ناسته کې د دوی وزیر نورالدین عزیزي او د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو هم ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند یاد تړون د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې مهم وبلل او دا یې د بهرنۍ سوداګرۍ د پراختیا پر لور یو مهم ګام وباله.

د هوکړه‌لیک اړونده ناسته کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو د خوراکي صنعت، هیلیکوپټر جوړونې، د اوبو سرچینو مدیریت، تېلو او ګاز، برېښنايي وسایلو، پاکوونکو او روغتیايي توکو، ودانیزو توکو او د اوسپنې د وېلې کېدو په برخو کې بحثونه وکړل.

نورالدین عزیزی په خپلو خبرو کې د روسیې فدراسیون له هغې وروستۍ پرېکړې مننه وکړه، چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یې اعلان کړې. نوموړي د دغو ناستو موخه د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د خصوصي سکتورونو د تعامل پراخېدل وبلل.

یاد طالب وزیر د تاتارستان له سوداګرو وغوښتل، چې په افغانستان کې د کانونو، کرنې او درملو بوټو په برخو کې پانګونه وکړي. ده ټینګار وکړ، چې افغانستان بډایه طبیعي سرچینې لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګټورو اقتصادي همکاریو لامل کېدای شي.

بل‌خوا د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د یاد جمهوریت د پوځي او ملکي تولیداتو او ظرفیتونو په تړاو هم طالبانو ته معلومات ورکړي دي. هغه د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته دعوت کړ.

هم‌مهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي. طالبان اوس‌مهال له روسیې او منځنۍ اسیا سره ښه راشه درشي لري؛ خو د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو بیا دغه ډله منزوي کړې او هېڅ راز ډېپلوماټیک تعامل ورسره نه ساتي.

نور خبرونه

رادیو