په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته شکایتونه کړي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د خصوصي او طالب پلوه رسنیو ترمنځ توپیري چلند کوي چې د دوی پر کارونو یې ناسمې اغېزې کړې دي.
خبریالان وايي، طالبان په ننګرهار کې کلیدي پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان تر سترګو کېږي. دوی همداراز د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو طالب امر قریشي بدلون تورنوي، چې په خبري پروګرامونو کې د خبریالانو په نوم راغلی ټرانسپورټ هم په خپل جېب کې اچوي او خبریالان یې ګواښلي چې خپل غږ به نه پورته کوي.
پر ټول افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راهیسې، د هېواد په ټولو برخو کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ورځ تر بلې د خبریالانو ستونزې هم مخ په زیاتېدو دي. تازه په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو شکایتونه کړي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون پر خصوصي رسنیو محدودیتونه لګولي. دوی وايي، قریشي بدلون په مهمو پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان لیدل کېږي، چې دې چارې د دوی پر کاري چاپېریال منفي اغېز کړی.
ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په دې وروستیو کې د خصوصي رسنیو پر خبریالانو سخت محدودیتونه وضع کړي، په ځینو مهمو پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالبانو اړوند رسنیو خبریالان موجود وي، دوه ورځې وړاندې د تورخم له لارې له پاکستانه سېلانیان راغلل، قریشي بدلون یو خبریال ته هم اجازه ورنه کړه؛ خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلوېزیون، باختر اژانس، حریت راډیو او امید راډیو خبریالانو ته یې اجازه ورکړې وه. زموږ دفترونو له موږ څخه د دغه پروګرام د راپور غوښتنه وکړه؛ خو موږ سره مواد نه وو او خپلو دفترونو کسر معاش کړو.»
خبریالان زیاتوي، چې قریشي بدلون له خصوصي سکټور او نړۍوالو مرستندویه ادارو باج اخېستل پیل کړي او په کومو پروګرامونو کې چې ورته باج ورنه کړل شي؛ نو د خصوصي رسنیو خبریالان نه ور پرېږدي.خبریالان وايي، قریشي بدلون د دې ترڅنګ په خبري پروګرامونو کې د خبریالانو په نوم راغلی ټرانسپورټ هم خپل جېب ته اچوي او ګواښ یې کړی؛ که خبریالان په دې تړاو شکایتونه وکړي د طالبانو پر استخباراتو به یې ونیسي.
د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال هم د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل:«شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د یوې مرستندویې موسسې پرمټ د یوه کرنیز کانال او یوه چک ډېم جوړولو د چارو پرانیسته وه، د خصوصي او طالب پلوه رسنیو خبریالان یې ور غوښتي وو؛ خو قریشي بدلون د خصوصي رسنیو خبریالانو ته اجازه ورنه کړه، چې دې پروګرام کې ګډون وکړي. هغه پروګرام کې یې یوازې د حریت راډیو او شمشاد ټلوېزیون خبریالانو ته اجازه ورکړې وه. علت دا دی، چې قریشي بدلون له خصوصي سکتور او مرستندویه ادارو پېسې غواړي او که هغوی پېسې ورنه کړي؛ بیا خبریالان نه ور پرېږدي او چې کله یې د خبریالانو په نوم پیسې واخېستې خبریالانو ته د لارې کرایه هم نه ورکوي او ټولې پېسې په خپل جېب کې اچوي، حتی موږ ته یې خبرداری راکړی که مو غږ اوچت کړ پر استخباراتو به مو ونیسي، سخت یې زموږ کاري چاپېریال تنګ کړی دی.»
خبریالان وايي، د تورخم له لارې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په بهیر کې هر ځل د طالبانو حکومت او نړۍوالې مرستندویې ادارې خبریالانو ته ځانګړې مرستې په پام کې نیسي چې په خبره یې هغه مرستې قریشي بدلون او د هغه همکاران په خپلو جېبونو کې اچوي. د رسنیو استازو په وینا؛ دې کار د خصوصي رسنیو خبریالانو باور زیانمن کړی او د طالبانو په ګډون خصوصي سکتور نیوکه کوي، چې خبریالان له دوی د راپورونو په بدل کې پېسې اخلي.
خبریال محمدنعیم «مستعار نوم» له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل:«د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوه، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي چې اوس چین کې د دغې ډلې سفیر دی قریشي بدلون ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړې چې خبریالانو ته د لارې کرایه، ډوډۍ، برېښنا، انټرنېټ او نورې اسانتیاوې برابرې کړي؛ خو قریشي بدلون له پېسو یوه افغانۍ هم خبریالانو ته ورنه کړه. له هغه وروسته په دویم پړاو کې د خبریالانو په نوم پېسې قریشي ته ورکړل شوې؛ خو تر اوسه یې یوه افغانۍ خبریالانو ته چې زموږ په نوم راځي نه ده راکړې. له یوه لوري زموږ په نوم پېسې نه راکول کېږي او له بل لوري مو بدنامي روانه ده، طالبان خو پرېږده چې د خصوصي سکتور باور هم پر موږ ختم شوی دی.»
خبریالان دغه راز وايي، طالبانو په دې ولایت کې پر خبریالانو له دې امله هم فضا تنګه کړې چې د طالبانو نمایشي او کوچنیو پروګرامونو کې ګډون نه شي کولی. دوی زیاتوي، دفترونه یې هر کوچنی پروګرام نه قبلوي چې له امله یې طالبان پر دوی فشار راوړي او هغوی چې د طالبانو تبلیغاتي پروګرامونو کې ګډون ونه کړي دوی یې په نورو پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي او ان له خپلو خبري ګروپونو یې لرې کوي.
خبریال سمیعالله «مستعار نوم» افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل:«د طالبانو عقده له دې امله ده، چې د دوی کوچني پروګرام کې هم باید موږ ګډون وکړو چې ټول تبلیغات وي، هېڅ لاسته راوړنه نه وي. هغه برنامه زموږ دفترونه نه اخلي، ځکه خبري ارزښت نه لري؛ خو بیا طالبان پر موږ فشار واردوي او له دې امله په نورو پروګرامونو کې پر موږ بندیزونه لګوي، حتی قریشي بدلون او د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې کار په بدل کې خبریالان له خپلو ګروپونو وباسي، چې له نورو پروګرامونو بې خبره پاتې کېږي او زموږ دفترونه بیا د کارونو په بدل کې له موږ سره عقده اخلي او کسر معاش کوي مو.»
افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې په ننګرهار کې د خصوصي رسنیو د خبریالانو د دغو شکایتونو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو طالب امر قریشي بدلون نظر هم ولري؛ خو له پرلهپسې هلوـ ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې د هغه نظر ترلاسه کړو.
دا یوازې ننګرهار نه دی، چې خبریالان د طالب مسوولینو د محدودیتونو او فشارونو له امله تر پوزې راغلي او کاري چاپېریال پرې تنګ شوی؛ بلکې د ختیځ په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم شته خبریالان له ورته ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. د خبریالانو په وینا؛ له یوه لوري د رسنیو کارونه مخ په ځوړ روان دي او له بل لوري په هېواد کې د نورو کارونو څرک نشته، چې دوی یې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ته اندېښمن کړي.