اسراییل: ګڼې نړۍوالې رسنۍ د حماس ډلې دروغ مني او په واقعیتونو سترګې پټوي

۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګېډون سعار تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې نړۍواله ټولنه باید د حماس «جنایتونه» محکوم کړي او دغه ډله د خپلو کړنو په اړه حساب ورکولو ته اړ باسي.

هغه همدا راز ادعا کړې، چې ګڼې نړۍوالې رسنۍ د حماس ډلې له لوري خپرېدونکي دروغ مني او په واقعیتونو هم سترګې پټوي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې هره ورځ په غزه کې د اسراییل د بمباریو له کبله د لسګونو کسانو د وژلو او یا ژوبلېدو په اړه خبرونه خپرېږي.

نور خبرونه

رادیو